د کارکوونکو مسلکي او کاري مهارتونو لوړولو ته ژمنتیا

نیټه: 1405-03-27 چهارشنبه

د کارکوونکو مسلکي او کاري مهارتونو او ظرفیت لوړولو په موخه د وزارت مرکزي ریاستونو اړوند نویو ګمارل شوو کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت تر عنوان لاندې لس ورځنی ښوونیز سمینار پیل شو. په دغه ښوونیزه برنامه کې به د ادارې اړوند بېلا بېلو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته په نظري او عملي ډول زده کړې ورکړل شي. ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه کوي چې کارکوونکي په نویو مسلکي او علمي مېتودونو سره وروزي ترڅو د خدماتو کیفیت لوړولو او ټرانسپورټي چارو لا پرمختک ته زمینه برابره شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته