نیټه: 1405-03-28 پنجشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د شاوخوا ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت، زابل ولایت کې د مسافروړونکي ترمینل او یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم امریت اداري ودانۍ جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دغه پروژه کې اداري ودانۍ، د مسافرو لپاره انتظار ځای، چاپېرېدونکی دېوال، جومات، د موټرو لپاره پارکېنګ او ځینې نور تاسیسات شامل دي چې چارې یې د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې.