نیټه: 1405-04-02 سهشنبه
د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اړوند تورغونډۍ ټرانسپورټي بندر کې د سوداګریزو مالونو خوندي لېږد رالېږد او ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرولو په موخه د بارووړنکو موټرو لپاره په ۲۰ جرېبه ځمکه کې د ترمینل جوړولو چارې پيل شوې. دغه ترمینل چې پنځه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي په یو وخت کې به د زر باروړونکو موټرو د ځایېدو ظرفیت ولري، د دغه ترمینل په جوړېدو سره به د باروړونکو موټرو تک راتګ، د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد بهیر لا منظم او چټک شي چي د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره به هم اسانتیاوې زیاتې شي.