د هوا پېژندنې ریاست لخوا د کابل پوهنتون محصلینو ته عملي او روزنیز پروگرام وړاندې شو

نیټه: 1405-04-03 چهارشنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست لخوا د علمي او مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه، د کابل پوهنتون د هایدرومتیورولوژۍ څانګې ۴۰ تنو محصلینو ته د ظرفیت لوړونې ځانګړی روزنیز پروګرام وړاندې شو. په دغه پروګرام کې د هواپېژندنې د مشاهداتو، د هوا حالاتو وړاندوینې او هواپېژندنې د څېړنو په برخو کې ګډونوالو ته نظري، عملي او تجربوي زده کړې ورکړل شوې، د هواپېژندنې ریاست د هواحالاتو او اقلیمي معلوماتو وړاندې کولو او تحلیل تر څنګ، د علمي کادرونو د روزنې او تخصصي وړتیاوو لوړولو په برخه کې هم مهم رول ترسره کوي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته