کندهار ولایت کې د ټولگیټ جوړولو چارې ۴۰ سلنه پر مخ تللې دي

نیټه: 1405-04-06 شنبه

د کندهار ښار– سپین‌بولدک ولسوالۍ په مسیر د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنايي دروازې (ټولګېټ) جوړولو چارې د پلان سره سمې د پرمختګ په حال کې دي. یاده پروژه چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې، اوس مهال یې کارونه نږدې ۴۰ سلنه پرمخ تللي دي. د پروژې له روانو چارو څخه په دوامداره توګه څارنه ترسره کېږي همدا ډول هڅه کېږي تر څو پاتې چارې د ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې پر وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته