نیټه: 1405-04-06 شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند هواپېژندنې ریاست کارکوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو او له نوې ټکنالوژۍ سره د بلدتیا په موخه، د جغرافیایي معلوماتي سیستم (GIS) او تحلیلي شبکو په برخه کې ۶ ورځنی تخصصي سمینار پیل شو. په دغه روزنیز سمینار کې به ګډونوالو ته د یادو موضوعاتو په اړه هر اړخیزه زده کړې ورکړل شي چې په دې سره به د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې مهارتونه ترلاسه کړي، ترڅو د خپلو مسلکي دندو لا ښه ترسره کولو لپاره له عصري ټکنالوژۍ څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.