سمنگان ولایت کې د تیرپارک جوړولو چارې ۸۲ سلنه پر مخ تللې دي

نیټه: 1405-04-10 چهارشنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د سمنګان ولایت تاشقرغان ولسوالۍ نواباد سیمه کې، د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیرپارک جوړولو چارې روانې دي. په یاده پروژه کې چې اداري ودانۍ، چاپېرېدونکی دېوال، جومات او د اوبو رسولو شبکه شامل دي، دا مهال یې کارونه ۸۲ سلنه پرمخ تللي دي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته