نیټه: 1405-04-10 چهارشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د بلخ ولایت حیرتان دوراهي، باروړونکي ترمینل کې د څه باندې ۴۶ میلیونه په ارزښت د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو چارې روانې دي چې بشپړېدل به یې د یاد ترمینل د ټرانسپورټي سیستم پرمختګ او موټر چلوونکو ته د سهولتونو برابرولو کې مهمه ونډه ولري. په دغه پروژه کې چې د ۶زره، ۱۶۲ مترو په اوږدوالي چاپېرېدونکی دېوال، جومات او ځینې نور تاسیسات شامل دي، چارې یې ۹۲ سلنه پرمخ تللې دي او تمه ده په نږدې راتلونکي کې یې چارې بشپړې شي.