حیرتان دوراهي کې د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

نیټه: 1405-04-11 پنج‌شنبه

د بلخ ولایت د حیرتان دوراهي کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د۸۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. په دغه پروژه کې د ترمینل اصلي ودانۍ، پارکینګ، سړکونه، د موټرچلوونکو د اوسېدلو ودانۍ، د برېښنا او اوبو رسولو شبکې د ټرانسپورټي شرکتونو دفترونه او نور تاسیسات شامل دي. د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد ټرانسپورټي زیربناوو د پیاوړتیا ترڅنګ، د باروړونکو موټرو لپاره معیاري اسانتیاوې اوغوره خدمات برابر شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته