نیټه: 1405-04-13 شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ۸ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د معیاري ترمینل او موټرو تمځای جوړولو کارونه د پرمختګ په حال کې دي، چې تر دې دمه یې چارې په ښه کیفیت او د ټاکلي پلان له مخې مخته روانې دي. یاده پروژه د هوايي ډګر خدمتونو معیاري کېدو او مسافرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو په برخه کې یوه ستره او مهمه پروژه ګڼل کېږي.