د سلطان غیاث الدین غوري هوايي ډ گر د ځغاستلیکې بیا رغونې چارې روانې دي

نیټه: 1405-04-16 سه‌شنبه

غور ولایت کې د سلطان غیاث‌الدین غوري هوايي ډګر د ځغاستلیکې بیارغونې چارې چې څه باندې ۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت لري، په چټکۍ سره روانې دي. دا مهال د یادې پروژې چارې شاوخوا ۱۷ سلنه پرمخ تللې دي او ښایي په راتلونکو۶ میاشتو کې بشپړه شي. د دغه پروژې په بشپړېدو سره به د الوتنو خوندیتوب او د هوايي ډګر خدماتو معیاري کېدو ته بشپړه زمینه برابره شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته