ابو النصر فراهي بندر کې د ترمینل چاپېرېدونکي دېوال جوړولو چارې ۵۰ سلنه پر مخ تللې دي

نیټه: 1405-04-20 شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د څه باندې ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د فراه ولایت ابوالنصرفراهي بندر کې د باروړونکي ترمینل د چاپېرېدونکي دېوال جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دا مهال د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي او هڅه کېږي چې پاتې چارې یې د ټاکلي پلان سره سمې پر وخت بشپړې شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته