د نیمروز ولایت واټ ترانسپورټ تنظیم ریاست له لوري په روان کال کې شاوخوا ۸۰۰ موټرچلوونکو ته د روغتیا کارتونه وېشل شوي او دا لړۍ په نورمال ډول دوام لري. یاد کارتونه له بشپړې روغتیایي کتنې وروسته موټرچلوونکو ته ورکول کیږي، تر څو د هغوی د فزیکي او ذهني روغتیا بشپړ تضمین وشي.