په روان کال کې د څه باندې ۴۳ زره موټرو تخنيکي ارزونه شوې

نیټه: 1405-04-22 دوشنبه

د تخنیکي خدمتونو او خوندیوتوب ریاست لخوا د ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو او ټرانسپورټي اسنادو وېش په موخه، په روان ۱۴۰۵ لمریز کال کې تر دې مهاله د ۲۳ زره،۵۰ موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده همدا ډول په یاده موده کې څه باندې۲۰ زره وسایط په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې د تخنیکي کنټرول پروسې په ترڅ کې ارزول شوي دي. د موټرو تخنیکي ارزونه او تخنیکي کنټرول د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت یوه دوامداره پروسه ده چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې په منظم ډول ترسره کېږي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته