نیټه: 1405-04-25 پنجشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ټرانسپورټ قوانینو او معاهداتو رئیس، یارمحمد رمضان، د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ په درېاړخیزه غونډه کې ګډون وکړ. یاده غونډه چې د ایران مشهد ښار کې جوړه شوې وه، د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې د همکاریو پراختیا او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. یاده غونډه چې د درې واړه هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او د ټرانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه په ترڅ کې یې هوکړه وشوه ترڅو د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ درېاړخیزه دهلېز رامنځته شي. د دې هوکړې له مخې، ښايي د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ټرانزیټ او ولېږدول شي.