د آذر بایجان هېواد له چارواکو سره د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په اړه آنلاین ناسته وشوه

نیټه: 1405-04-31 چهارشنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ قوانینو او معاهداتو رئیس یارمحمد رمضان په مشرۍ د یوشمېر وزارتونو د استازو په ګډون، د آذر بایجان هېواد ټرانسپورټ له استازو سره د نړیوال واټ ټرانسپورټ او ټرانزیټ په اړه انلاین ناسته وشوه. په یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ نړیوال لېږد رالېږد پیاوړتیا، د لاجورد دهلېز له لارې د انتقالاتو پر زیاتوالي، د هوايي خدماتو، د موټرچلوونکو وېزو، د ټرانزيټي موټرو معیاري تګ راتګ او په یاده برخه کې د سهولتونو رامنځته کولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته