د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي موټرو تګ راتګ زیاتېږي

نیټه: 1405-05-05 دوشنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام مخکاموف رستمویچ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه. همدا ډول د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر هم وویل، افغانستان او ازبکستان د متقابل پرمختګ او همکاریو لپاره پیاوړې اراده لري او دواړه لوري باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. په یاده ناسته کې هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیم به د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اسانتیاوو لا پراختیا لپاره په ګډه عملي کړنې پیل کړي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته