نیټه: 1405-05-10 شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا، اروزګان ولایت کې د څه باندې ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، په ۲۰۰ جرېبه ځمکه کې د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې پیل شوې. د یادې پروژې پرانیست غونډه کې د دغه وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد او د یاد ولایت محلي ادارو استازو ګډون درلود. دغه پروژه چې د ترمینل اصلي ودانۍ، د موټرو لپاره پارکېنګ او سایه بان، د اوبو او برېښنا رسولو شبکې، جومات او ځېنې نوې تاسیسات پکې شامل دي، چارې به یې د ۱۲میاشتو په موده کې بشپړې شي.