نیټه: 1405-05-13 سهشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په هېواد کې د ۱۱،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۶ ټرانسپورټي پروژو چارې روانې دي. د دې ترڅنګ مرکز کابل کې د ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰ پروژو او د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د څه باندې ۳۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۱ تیرپارکونو او د ۲،۵میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۵ مسافروړونکو او باروړونکو ترمینلونو جوړولو چارې روانې دي.