نیټه: 1405-05-14 چهارشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق کال په جریان کې د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه ۴۷ښوونیز او روزنیز پروګرامونه او سمینارونه تنظیم او ترسره شوي دي. په دغه ښوونیزو برنامو کې ۲زره، ۸۸۶ تنو برخه اخیستې چې د هوایي چلند، ټرانسپورټ، مدیریت، مالي او اداري تخصصي چارو، کمپیوټري مهارتونو او انګلیسي ژبې په برخو کې یې لازمې مسلکي او تخنیکي زده کړې ترلاسه کړې دي.