نیټه: 1405-05-19 دوشنبه
د هلمند ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس په مشرۍ د یاد ولایت مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره په ناسته کې د ښو ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو او د شرکتونو معیاري فعالیت کولو په اړه خبرې وشوې. همدا ډول په دغه ناسته کې د شرکتونو استازو ته د ټرانسپورټي شرکتونو طرزالعمل او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو، د مسافرو د خوندي لېږد رالېږد او د معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.