د ترکمنستان هېواد، د گمرکاتو له استازو سره انلاین ناسته وشوه

نیټه: 1405-05-19 دوشنبه

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت په مشرۍ، د مالیې، صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون د ترکمنستان هېواد، د ګمرکاتو له استازو سره د کانتینرونو د لنډ مهاله داخلېدو نړیوال کنوانسیون په اړه انلاین ناسته وشوه. په یاده ناسته کې د دغه کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کولو، د یاد کنوانسیون په چوکاټ کې د باروړونکو وسایطو د فعالیت پر څرنګوالي او په دغه برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته