د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم په موخه ناسته وشوه

نیټه: 1405-05-20 سه‌شنبه

د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا انعام الله انعام په مشرۍ د کنټرولي بندرونو، هډو او ترمینلونو له کارکوونکو سره د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم په موخه ناسته وشوه. د ټرانسپورټي نظم پیاوړتیا، د خدماتو ښه والي او نورو اړوند موضوعاتو په اړه کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې. 


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته