نیټه: 1405-05-21 چهارشنبه
د کارکوونکو چارو ریاست لخوا، د کارکوونکو مسلکي ظرفیت او کاري مهارتونو لوړولو په موخه، د یاد وزارت دویمي واحدونو مالي، اداري، املاکو او تدارکاتو برخو شاوخوا ۱۰۰ تنو کارکوونکو ته ۸ ورځنی ځانګړی ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیز پروګرام کې کارکوونکو ته د مالي، اداري املاکو، تدارکاتو او د معلوماتي ټکنالوژۍ برخو بېلابېلو پروسو او سیسټمونو په اړه په نظري او عملي ډول زده کړې ورکړل شوې.