نیټه: 1405-05-25 یکشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په تېرو پنځو کلونو کې د ټرانسپورټی اسنادو وېش په موخه د ۱۵۸ زره او له سفرکولو وړاندې د ۸۳ زره موټرو تخنیکي ارزونه او کنټرول ترسره شوی، د دې ترڅنګ په یاده موده کې د خوندي سفر او موټرچلوونکو د عامه پوهاوي په موخه ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو شاوخوا ۲۲ زره خبرتیاوې وېشل شوې او په اړینو ځایونو کې لګول شوې دي. په هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې د موټرو تخنیکي کنټرول او د اسنادو وېش په موخه د موټرو تخنیکي ارزونه د یاد وزارت دوامداره پروسه ده چې د مسافرو خوندي سفر او ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو په موخه ترسره کېږي.