نیټه: 1405-05-27 سهشنبه
د کارکوونکو چارو ریاست لخوا، د وزارت بېلا بېلو ریاستونو کارکوونکو ته د اداري او تخنیکي وړتیاوو او ظرفیت لوړونې په موخه د کمپیوټري پروګرامونو دوه میاشتنی ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیزه دوره کې ګډونوالو د کمپیوټر بېلابېلو پروګرامونو په اړه په نظري او عملي ډول زدهکړې او مهارتونه ترلاسه کړل چې دا به له دوی سره په کاري ساحه کې ګټورې پایلې ولري.