برېښنايي سیستمونو کې د ثبت شویو وساېطو شمېر ۱۲۰ زرو ته رسېږي

نیټه: 1405-05-27 سه‌شنبه

 ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم، روڼتیا او چټکتیا په موخه د موټرو د ثبت، رونډ نوبت او عوایدو برېښنايي سیستمونه رامنځ ته کړي چې تردې مهاله د رونډ نوبت سیستم کې ۷۴ زره او ۳۸۸ او د عوایدو په سیستم کې ۴۶ زره او ۹۵۵ مسافروړونکي او باروړونکي موټر ثبت شوي دي او په بېلابېلو ترمینلونو کې له یادو سیستمونو څخه په عملي ډول ګټه اخیستل کېږي. 


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته