نیمروز ولایت کې کار کوونکو ته ښوونیز سمینار وړاندې شو

نیټه: 1405-06-03 سه‌شنبه

د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کې، د مسلکي ظرفیت لوړولو او ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په موخه د یاد ریاست کارکوونکو ته د منظور شویو طرزالعملونو پلي کولو په اړه ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیز پروګرام کې د طرزالعملونو او کرایې لایحې پلي کولو، د ټرانسپورټي چارو شفافیت او معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو ګډونوالو ته لارښوونې او بشپړ معلومات ورکړل شول.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته