نیټه: 1405-06-09 دوشنبه
د کندوز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا عصمت الله الفت د یاد ولایت دښتې ابدان سیمه کې د تیرپارک جوړولو چارو څخه څارنه وکړه او د پروژې د کارونو پر وخت او ښه کیفیت ترسره کېدو په اړه یې اړوند مسئولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. یاده پروژه چې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۴۰۰ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي، دا مهال یې چارې نږدې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي.