نیټه: 1405-06-11 چهارشنبه
د کندوز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا عصمت الله الفت د یاد ولایت چهار درې ولسوالۍ نواباد سیمه کې د تیرپارک جوړولو چارو څخه څارنه او د ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه، همدا ډول په دغه څارنه کې د پروژې پاتې چارو په ښه کیفیت او پر وخت بشپړولو باندې ټینګار وشو. یاده پروژه چې د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۴۰۰ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي، دا مهال یې چارې نږدې ۸۹ سلنه پرمخ تللې دي.