نیټه: 1405-06-14 شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، تخنیکي خدمتونواو خوندیتوب ریاست لخوا، د میدان وردګ ولایت دښت ټوپ سیمه کې د لویو مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د سرعت کنټرول پروسه ترسره شوه.
په دغه پروسه کې د موټرو ټاکل شوی سرعت او نصب شويو جي پي اېس الو څخه کتنه او ارزونه وشوه او موټرچلوونکو ته د مسافرو او توکو خوندي لېږد او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې او همدا ډول د لایزري څراغونو، اضافي او غیرې معیاري څوکیو لرې کولو باندې ټینګار وشو.
د یادولو وړده چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۱ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي پي اس الې نصب شوې دي او دا لړی په منظم ډول دوام لري.
راپور ⬇️