نیټه: 1405-06-16 دوشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست لخوا ملي سوداګرو، صنعت کارانو، موټرچلوونکو او د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته د یاد وزارت لخوا د جوړ شوي موبایل اپلېکشن په اړه ښوونیز پروګرام وړاندې شو. په دغه یو ورځني ښوونیز پروګرام کې د یادې برنامې څرنګوالي، موخو، له یادې برنامې څخه د ګټې اخیستنې او کارونې او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته بشپړ مالومات ورکړل شول.