نیټه: 1405-06-19 پنجشنبه
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هڅه کوي چې خپلو هېوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي او دوی ته د ښه او هوسا سفر، د سوداگریزو توکو په لېږد او همدارنگه د ځمکني ټرانسپورټ په تر مینلونو او هوايي ډگرونو کې د سفر ټولې اسانتياوې برابرې کړي. که چېرې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اړوند له کومې ستونزې سره مخ کېږی کولی شی له موږ سره په لاندې شمېره اړیکه ونیسئ او یا خپل شکایت په همدې شمېره د واټساپ له لارې ثبت کړئ موږ به هڅه وکړو تر څو ستاسو ستونزو ته په وخت او چټکه رسېدنه وکړو.