زابل ولایت کې د تیرپارک پروژې له کاري پرمختگ او کیفیت څخه څارنه وشوه

نیټه: 1405-06-19 پنج‌شنبه

د زابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم آمر مولوي محمد اقبال کلیم الله د یاد ولایت کلاچې سیمه کې د تیرپارک جوړولو چارو څخه څارنه او د ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه، همدا ډول په دغه څارنه کې د پروژې پاتې چارو په ښه کیفیت او پر وخت بشپړولو باندې ټینګار وشو. یاده پروژه چې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي، دا مهال یې چارې نږدې ۹۵سلنه پرمخ تللې دي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته