په کندهار ولایت کې د مسافر وړونکي ترمینل د نویو تاسیساتو د جوړولو پروژه پيل شوه.

نیټه: 1405-06-23 دوشنبه

نن، دوشنبه د سنبلې په ۲۳مه، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د کندهار ولایت د یو شمېر ولایتي مسئولینو او ملي سوداګرو په حضور کې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري، د یاد ولایت دامان ولسوالۍ نساجۍ سیمې په مسافروړونکي ترمینل کې د ۲۵۰ دوکانونو او یو شمېر نورو تاسیساتو د جوړولو پروژې پرانیسته وشوه. یاد پروژه کې به ۲۵۰ دوکانونه، د تېلو دوه پمپونه، دوه رسټورانټونه، د موټرو مینځلو ځای او له ۵۰ څخه ډېر عصري سوداګریز دفترونه جوړ شي. دغه پروژه د څه باندې ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، دعامه او خصوصي مشارکت له لارې په ۱۶ میاشتو کې پلي کېږي، چې په پلي کېدو سره به یې مسافرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي. همداراز د دې پروژې په پيل سره به له زرو څخه ډېرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته