د ابو نصر فراهي بند کې موټر چلوونکو ته اسانتیاوې برابرې شوې

نیټه: 1405-06-29 یکشنبه

د فراه ولایت واټ ټرانسپورټ تنظيم رئیس الحاج فضل‌الحق «الجهاد آخندزاده»، له مل پلاوي سره د شیخ ابو نصر فراهی بندر ته د خپل سفر په ترڅ کې له موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د ټرانزیټي جادې او ټرانزیټي بازارچې د موټرو د نوبت، د موټرو د سمې پېژندنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. د یادونې وړ ده چې ابو نصر فراهي بندر کې د ترانشیف او ټرانزیټ دروازو کې د کنټرول سیستمونه فعال او د ټرانزیټي موټرو د نوبت او بار د معرفۍ بهیر منظم شوی، چې له امله یې موټرچلوونکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او همدارنګه د موټرو لپاره د جلا پارکینګ د برابرولو او د یو جامع برېښنايي سیستم د جوړولو لپاره هم عملي اقدامات پیل شوي دي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته