بغلان ولایت کې د ټرانسپورټي پروژې چارې ۸۵ سلنه پر مخ تللې دي

نیټه: 1405-06-30 دوشنبه

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د څه کم ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، بغلان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو یوه لویه پروژه د پلي کېدو په حال کې ده، چې چارې یې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي. په دغه پروژه کې د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لپاره اداري ودانۍ، د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو معیاري ترمینل، هټۍ، د اوبو رسولو شبکه او ځینې نور تاسیسات شامل دي، چې کارونه یې د بشپړېدو وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي او هڅه کېږي، پاتې چارې یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته