نیټه: 1405-06-30 دوشنبه
نن دوشنبه، د وږي ۳۰مه، د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستان د تخنیکي پلاوو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته، د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه، د افغانستان په کوربتوب په هرات ولایت کې ترسره شوه. د افغانستان اسلامي امارت په پلاوي کې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د اوسپنې پټلۍ عمومي ادارې استازي شامل دي، چې د دغه پلاوي مشري، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر غاړه لري. ټاکل شوې ده،په دې ناسته کې د افغان او ترکمن موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د دوهاړخیزو ویزو د ورکړې بهیر د اسانتیا، د لاجورد ټرانزیټي دهلېز د عملياتي کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي موټرو د ازاد تګ راتګ او د ټرانسپورټي همکاریو اړوند پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشي.