نیټه: 1405-07-02 پنجشنبه
د کندوز ـ کابل مسافروړونکي ترمینل کې شاوخوا ۱۳۰۰ بېلابېل ټرانسپورټي موټر د ټاکل شویو اصولو او معیارونو سره سم فعالیت لري، چې په ورځني ډول شاوخوا ۳۵۰ موټر د کندوز - کابل، بلخ، بغلان او د یاد ولایت چهار درې ولسوالۍ په مسیرونو سلګونه مسافر لېږدوي. دغه ترمینل چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو او ټرانسپورټي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مهم رول لري. د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست هڅه کوي، چې شته ټرانسپورټي نظم لا پیاوړی، خدمات لا معیاري او د مسافرو او موټرچلوونکو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې کړي.