نیټه: 1405-07-06 دوشنبه
.د #کندوز_تیرپارکونه:
د باروړونکو وسایطو منظم فعالیت او ټرانسپورټي نظم ښه والي په موخه په لویو لارو کې د #تیربارکونو جوړول مهم ټرانسپورټي تاسیسات ګڼل کېږي
د همدې اړتیا له مخې به کندوز ولایت د باروړوونکو موټرو لا ښه تنظیم او ټرانسپوړټي اسانتیاوو پراختیا په موخه د دوو تیرپارکونو جوړولو چارې روانې دي.
د چهاردرې ولسوالۍ د تیرپارک پروژه په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې، د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي. د دغه پروژې ساختماني چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر دې مهاله یې شاوخوا ۹۰ سلنه کار بشپړ شوی دی
د دښتابدان سیمې د تیرپارک پروژه هم په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کېږي چې کارونه یې د پلان سره سم پرمخ روان دي.
د دواړو پروژو له روانو چارو څخه په دوامداره توګه څارنه کېږي او اړوند مسؤلین هڅه کوي چې پاتې چارې یې پر وخت او له ټاکلو معیارونو سره سمې بشپړې شي.
د يادولو وړ ده چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا پر یادو پروژو سربېره لسګونه پروژې تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به یې د ټرانسپورټي نظم او خدماتو ښه والي او د یوه خوندي او اغېزمن ټرانسپورټ رامنځ ته کولو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شي
راپور ⬇️
د کندوز تیرپارکونو جوړول مهم ټرانسپورټي تاسیسات...🏗