نیټه: 1405-07-06 دوشنبه
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت، زابل ولایت ڪلاچې سیمه کې د باروړونکو موټرو د تیرپارک جوړولو کارونه پای ته ورسېدل، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. یاد تیرپارک چې په ۸۰ جرېبه ځمکه کې جوړ شوی، اداري ودانۍ، چاپېرېدونکی دېوال، د اوبو رسولو سیسټم او ځینې نور تاسیسات پکې شامل دي. د دې تیرپارک له ګټې اخیستنې وروسته به د باروړونکو موټرو د تم ڪېدو لپاره مناسب ځای برابر شي.