نیټه: 1405-07-08 چهارشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ تخنيکي سلاکار وحيدالله مظلوميار په مشرۍ جوړې شوې کمېټې خوست ولايت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت، د مسافروړونکو او باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیتونو ارزونه وکړه. د ارزونې پر مهال د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته د ټرانسپورټي فعاليتونو د معياري کېدو په موخه يو لړ سپارښتنې وشوې او د شرکتونو استازو د دوه اړخېزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.