ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ارغندۍ کې د ټرانسپورټي پروژو څخه لیدنه وکړه

نیټه: 1405-07-08 چهارشنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د کابل ولایت ارغندۍ سیمه کې د مسافروړونکي ترمینل او باروړونکو موټرو د تیرپارک جوړولو پروژو له روانو چارو او پرمختګ څخه لیدنه او څارنه وکړه. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د پروژو د چارو له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او قراردادي شرکت ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پروژو پاتې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم په ټاکل شوي وخت بشپړې شي. همداراز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ترمینل اړوند بېلابېلو برخو د سمسورتیا په اړه ټينګار وکړ، چې په مناسبو ساحو کې دې د ونو او بوټو کېنولو لپاره لازم تدابیر ونيول شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته