کندوز کې د موټرو تخنیکي ارزونه.

نیټه: 1405-07-09 پنج‌شنبه

#کندوز کې د موټرو تخنیکي ارزونه.
د موټرو تخنیکي ارزونه او له سفر کولو وړاندې د موټرو تخنیکي #کنټرول، د مسافرو خوندیتوب او ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو لپاره یو اساسي او مهمه پروسه
دا په کندوز ولایت کې د ټرانسپورټي وسایطو تخنیکي ارزونې پروسه ده چې د اسنادو ویش په موخه په عملي ډول د یو لړ تخنیکي  او ځانګړو مشخصاتو له مخې د موټرو بېلا بېل اړخونه د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سم پکې ارزول کېږي 
د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لوري، د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا یو زره ۲۰۰ مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې او له ارزونې وروسته ورته ټرانسپورټي اسناد وېشل شوي دي.
د موټرو د تنظیم او خوندیتوب او.معیاري کولو پروسه یوازې د تخنیکی ارزونې او د اسنادو تر وېش  پورې محدود نه ده  بلکې په هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې په دوامدار ډول د موټرو تخنیکي کنټرول پروسه کې هم د موټرو  وضعیت کتل کېږي تر څو د مسافرو او ټرانسپورټی وسایطو د خوندي سفر ډاډ ترلاسه شي.
تخنیکي ارزونه، د ټرانسپورټي اسنادو وېش او له سفر کولو وړاندې تخنیکي کنټرول هغه پرله‌پسې مهم  اقدامات دي چې د ټرانسپورټي اصولو  پلي کېدو ترڅنګ، د وسایطو  تنظیم، د تخنیکي نیمګړتیاوو  مخنیوي، د احتمالي پېښو د کچې راکمولو او په ټوله کې د یو منظم، معیاري او خوندي ټرانسپورټ لپاره زمینه برابر وي.

راپور ⬇️

کندوز کې د موټرو تخنیکي ارزونه


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته