نیټه: 1405-07-11 شنبه
د اروزګان ولایت ترینکوټ هوایي ډګر کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري، د څه کم ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو کارونه روان دي. په یادو پروژو کې د هوایي ډګر د عملیاتي ساحې خوندیتوب په موخه د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي د فنس لګول، عمومي دروازه، د موټرو تم ځای، سړک او ځینو نورو مهمو برخو جوړول شامل دي او هڅه کېږي، چې د ژمي تر رارسېدو مخکې یې کارونه په ښه کیفیت پای ته ورسېږي.