بدخشان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو پروژې له روانو چارو څخه څارنه وشوه

نیټه: 1405-07-12 یکشنبه

د بدخشان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس مولوي نیازمحمد نیازي د یاد ولایت ایتارچي سیمه کې د مسافروړونکي او باروړونکي ترمینل جوړولو پرژوې له کارونو څخه څارنه وکړه او اړوند مسئولینو ته یې د پروژې د چارو پر وخت او ښه کیفیت ترسره کېدو په اړه ټینګار او سپارښتنې وکړې. یاده پروژه چې په لس جرېبه ځمکه کې د شاوخوا ۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کېږي، دا مهال یې کارونه نږدې ۷۰ سلنه پرمخ تللي دي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته