نیټه: 1405-07-12 یکشنبه
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري د ۸ سوه میلیونه افغانیو په لګښت، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر د نوي ترمینل او موټرو پارڪېنګ جوړولو پروژې کارونه د پام وړ پرمختګ لري. یاده پروژه چې د هوایي ډگر پراختیا او مسافرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې مهمه پروژه ګڼل کېږي، کارونه به یې په ښه کیفیت او ټاکل شوي وخت بشپړ شي.