نیټه: 1405-07-14 سهشنبه
د هلمند ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس مولوي سید احمد ساجد، د یاد ولایت بهرامچې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د ټرانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کېدو او موټرچلوونکو د ستونزو حل په موخه، د دغه ولسوالۍ له مسئولینو سره ناسته وکړه. د ناستې پر مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د ښو ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په اړه گټورې خبرې وشوې. د یادولو وړ ده، چې د سفر پر مهال د کډوالو له کمېټې څخه هم لیدنه وشوه، تر څو د ڪډوالو لېږد په ښه ډول ترسره شي.