د کندوز مرستیال والي او واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس شېرخان بندر ته سفر وکړ

نیټه: 1405-07-16 پنج‌شنبه

د کندوز مرستیال والي مولوي حبیب الرحمن صهیب او یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا عصمت الله الفت د شېرخان بندر د باروړونکي ترمینل له چارو څخه لیدنه ترسره کړه. د لیدنې پر مهال د باروړونکو موټرو رونډ نوبت ښه پلي کېدو، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه لازمې پرېڪړې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته