نیټه: 1405-07-16 پنجشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ تخنيکي سلاکار وحيدالله مظلوميار په مشرۍ جوړې شوې کمېټې غزني ولايت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت مسافروړونکو او باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیتونو څخه څارنه او ارزونه وکړه. د دغه ارزونې پر مهال د ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته د ټرانسپورټي فعاليتونو معياري کېدو او ټرانسپورټي اصولو سره سم د خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.